د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

(۱۵۰۰)کیلو ګرامه بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي راټول او ولیږدول شول

28 جدی 1401

9188.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د روغتیا خوندیتوب په موخه، د لومړۍ ناحیې د مسئولانو د هڅو په پایله کې، د یادې ناحیې له هټیو، لویو پلورنځیو او مالګدامونو څخه (۱۵۰۰) کیلو ګرامه  بې کیفیته خوراکي او روغتیايي توکي ، چې د مصرف نیټه یې هم پای ته رسیدلې وه راټول او د له منځه وړلو په موخه ټاکلي ځای ته ولیږدول شول په یادو توکو کې نوشابه، بیسکویت، چاکلیت، قیماق، شیدې، کنسرو، شامپو، صابون او نور مواد شامل دي،  چې ډیر ژر به له منځه یوړل شي. د یادې ناحیې بازارونه، د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې له اړخه  تل تر څارنې لاندې دي دغه راز سرغړونکو اصنافو ته سپارښتنه وشوه، چې د خپل فعالیت په سیمه کې ښاري اصول او قوانین په پام کې ونیسي او د خپل چاپېریال پاک ساتلو ته هم جدي پام وکړي. ښاریانو ته ښايي، چې د خپلو اړتیا وړ توکو د پیرولو پر وخت، د هغو د مصرف نیټې او کیفیت ته جدي پام وکړي.