د کابل ښاروالۍ د ترافیکي چارو د همغږۍ او ښاري ترانسپورټ ریاست له لوري د وزیرمحمد اکبرخان سړک د جدولونو رنګولو چارې پیل شوې. په معیاري توګه د جدولونو تر جوړولو وروسته دا کار د ښاري ښکلا او نظم په موخه ترسره کیږي. یاد جدولونه څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ د کار ساتنې او مراقبت ریاست له لوري جوړ شوي دي. د ترانسپورټي او ترافیکي تاسیساتو ساتنه د کابل ښاروالۍ له مسئولیتونو څخه شمېرل کیږي چې، په وروستیو کې ورته ډېره پاملرنه شوې ده.
د وزیر محمد اکبرخان سړک د جدولونو رنګولو چارې پیل شوې
28 جدی 1401