د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي فلټر د نشتون په اړه د ښاریانو شکایتونو ته رسېدنه وشوه

1 دلو 1401

9194.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې او اوومې ناحیې په اړوند سیمو کې په لوړ پوړیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې نشتون په اړه چې د هوا د ککړتیا سبب ګرځيدلي دي، د ښاریانو شکایتونو ته رسېدنه وشوه او له سرغړونکو سره قانوني چلند وشو. د هوا د ککړتیا کمولو په موخه د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست مسئولانو له څه مودې را پدېخوا په ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر له شتون او په لښتیو کې د فاضلاب اوبو را پرېښودلو په اړه څارنې پیل کړې دي، چې دا لړۍ به په ښار کې تر بشپړو اصلاحاتو راوستو پورې دوام ومومي. د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپېریال ساتنې ریاست پلان لري، چې په ټولو ودانیو، کلینیکونو، روغتونونو، ښارګوټو، لوړپوړیزو سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو او حمامونو کې د لوګي د تصفیې فلټر له شتون ډاډ ترلاسه کړي او د دې برخې له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. کابل ښاروالۍ د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې فلټر اړین بولي او دغه راز هیڅ یوه ودانۍ حق نه لري، چې خپل فاضلاب د اوبو لښتیو او جذب نه لرونکو څاګانو ته ور پرېږدي