الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د پل سوخته په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

1 دلو 1401

9196.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د دریمې، پنځمې، شپږمې او دیارلسمې ناحیو او د اړوند ادارو مسوولانو، دیولړ ګډو عملیاتو په لړکې، د څوځلي خبرتیاوو وروسته، د پل سوخته سیمه د روږدو کسانو او نورو ښاري بې نظمیو له شتون څخه پاکه کړه. همداشان له یادې سیمې څخه خپل سرې غرفې، د موټرو غیرقانوني تم ځایونه ، ګرځنده پلورونکي چې دلارو د بندیدو لامل شوي وو، ټول او ټاکلو ځایونوته ولیږدول شول. کابل ښاروالۍ په یاده سیمه کې دکثافاتو ټولولو، د پله رنګولو او دښکلاوو رامنځته کولو پلانونه ترلاس لاندې لري چې په پلي کیدو سره به یې، په یاده سیمه کې شته ستونزې حل او ښاریانو ته به د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شي