الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په اولسمه ناحیه کې د څلورو سړکونو د جوړیدو چارې (۷۰) سلنه مخ ته تللې دې

1 دلو 1401

9198.jpg (1820 × 1024)

 د اولسمې ناحیې اړوند د عطروګل ښارګوټې په اوه ویشتم ګذر کې د څلورو سړکونو او کوڅو د جوړولو چارې، چې څه موده وړاندې د کابل ښاروالۍ له خوا پیل شوې وې، څه باندې (۷۰) سلنه مخ ته تللې دي، خو د کاري موسم د پای ته رسیدو له امله یې اوس چارې ځنډیدلې دي، چې د بل کاري موسم په رارسیدو سره به یې د جوړولو چارې بیا ځلي پیل شي. دغه سړکونه او کوڅې په ټولیزه توګه (۷۳۰) متر اوږدوالی او (۱۱،۵) متر پراخوالی لري چې، د سړک څنډو ویالې او پلې لارې هم پکې شامل دي. کابل ښاروالۍ د خپلو امکاناتو او دښاریانو د ستونزو په پام کې نیولوسره، چمتو ده چې په هغو سیموکې خپل ښاري پلانونه پلي کړي، کوم چې له ښاري آسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شوې دي