الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د پل سوخته له سیمې لیدنه وکړه

2 دلو 1401

9200.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته له سیمې څخه لیدنه وکړه او مسوولینو ته یې د ښاري نظم د درک او په دې برخه کې د اصلاحي پروګرام د پلي کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې. د کابل ښاروال مسوولينو ته وويل، چې په لومړي ګام کې دې ژر تر ژره د کلونو کلونو کثافات له سيمې څخه ليرې شي. د پل سوخته د ځينو تاسيساتو ترميم او د پله شاوخوا رنګول او په دې برخه کې د زرغونو سیمو د پراختيا لپاره لازم تدابير نيول شوي دي. د کابل ښاروال ډاډ ورکړ، چې له دغه ځای څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي او د تګ راتګ د آسانتیا په موخه به هیوادوال ډیر ژر مثبت بدلون وویني. د کابل ښاروال ټینګار وکړ، چې له دې وروسته به په دې سیمه کې په نشه یي توکو روږدي او بې کفایته کسان او نور ښاري ناخوالې نه وي د هټیو، لیني موټرو تمځایونو او غرفو مالکانو ته خبر ورکړل شو ترڅو د عمومي سړکونو او پلو لارو د بندښت لامل و نه ګرځي