الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د ملک اصغر څلورلارې د رغولو چارې به ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي

2 دلو 1401

9202.jpg (1024 × 576)

د کابل ښاروالۍ د کلتوري چارو ریاست له لوري او د پامیر شرکتونو ډلې په مرسته، د ملک اصغر څلولارې د بیارغونې چارې چې، څه موده وړاندې پیل شوې وې، ډیر ژر به بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د ښار په دې مرکزي برخه کې د ډیزاین له مخې،  د ښکلا یو سمبول په بنسټیزه او معیاري توګه د جوړېدو په حال کې دی. د سمبول سربېره د یادې څلورلارې د بیارغونې په دې پروژه کې، د اوبو د فوارو او د شنو سیمو جوړول، د زینتي بوټو کینول، د څراغونو نصب او د جدولونو او کټارو جوړول هم شامل دي، چې د دې سمبول په جوړېدو سره به د ښار په ښکلا کې زیاتوالی راشي. ښاري ښکلا کولای شي د ښاریانو په رواني لید کې غوره بدلون راولي، له همدې کبله تر اوسه د کابل ښاروالۍ له لوري په ۲۰ څلورلارو کې د ښاري ښکلا پروګرام پلی شوی دی