په څلورمې ناحیې پورې اړوند د تايمني پروژې دريم سړک پر سر پراته خنډونه او ناقانونه تاسيسات پاک او دغه سړک دترافیکو پرمخ پرانیستل شو. یاد سړک د تایمني پروژې عمومي سړک د شهید (هنګرها ) څلورلارې له عمومي سړک سره نښلوي. کابل ښاروالۍ په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې د تایمني پروژې دریم سړک او د هغه تر څیرمه سړک(د حضرت محمد مصطفی جومات سړک) په بنسټیزه توګه ورغوي
د تایمني پروژې د دریم سړک خنډونه له منځه یوړل شول
2 دلو 1401