د کابل ښاروالۍ د ترافيکي چارو د همغږۍ او عامه ښاري ترانسپورت ریاست له لوري د صدرات څلورلارې سړک دجدولونو رنګولو چارې بشپړې شوې. څه موده وړاندې د ترافيکو د جريان د وېشلو او ګلدان جوړولو په په موخه؛ دکابل ښاروالۍ دکار ساتنې اومراقیبت ریاست له لوري د ( ۱۹۰ )مترو په اوږدوالي د سړک دجدولونو دنصبولو چارې ترسره شوې وې. د ترانسپورتي او ترافيکي بنسټونو جوړول د کابل ښاروالۍ له مهمو مسووليتونو څخه دي، چې په وروستيو کې د ښار په بېلابېلو برخو کې ورته پاملرنه شوې ده
د صدارت څلور لارې سړک د جدولونو درنګولو چارې بشپره شوې
2 دلو 1401