الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوا د ککړتیا (۴۸) ځایونه وپلټل شول

4 دلو 1401

9208.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ د چاپېریال ساتنې ریاست  کارکوونکو، د کابل ښار هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، په تېرو دوو کاري ورځو کې، د ۴۸ ودانیو  او حمامونو د تودوخې او مرکزګرمیو د فلټر دفعالیت له څرنګوالی څخه څارنه وکړه او په دې برخه کې یې  سرغړونکو ته د اړینو مشورو ورکولو سربیره، له هغو څخه ژمنه  واخیستل شوه څو د مرکز ګرمۍ سیسټم  د فعالیت پر وخت د لوګي د تصفیې فلټر فعال کړي. له څه مودې راهیسې د کابل ښاروالۍ له خوا د چاپېریال د پاک ساتلو په موخه، هڅې ګړندۍ شوې چې په پایله کې یې د هوا د ککړتیا ځینې لاملونه اصلاح او دمرکز ګرمیو سیستم د لوګي  د تصفیې په فلټرونو سمبالې شوي دي