د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د اداري شورای غونډه ترسره شوه

4 دلو 1401

9210.jpg (1820 × 1024)

د چارو د ښه او پر وخت ترسره کېدو په موخه د کابل ښاروالۍ د اداري شورای غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې د مرستیالانو او د مرکزي ریاستونو او ناحیو د رئیسانو په ګډون ترسره شوه. په یاده غونډه کې د استملاکي ستونزو د حل، د یو شمېر ګذرونو د ویش او یوځای کولو او نورو اداري او تدارکاتي موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وشوې. کابل ښاروال وویل چې، مسئولان دې هرڅه ژر خپلې اداري او ښاري اړتیاوې یو ځل بیا و ارزوي، څو د کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۲ کال په پلان کې ورته ځای ورکړل شي. نوموړي د مسئولانو له لوري د مسئولیتونو په غوره ترسره کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل چې، مسئولان دې تر پخوا ډیر خلکو ته د خدمت کولو جوګه وګرځي، څو په دې توګه د ښاریانو رضایت ترلاسه او له بل لوري قانوني ژوند او د معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته زمینه برابره شي. ګډونوالو په خپل وار په اداري، حقوقي، سرچینو، همغږۍ او امکاناتو برخو کې خپلې ستونزې، وړاندېزونه او نظرونه د کابل ښاروالۍ له مشرتابه سره شریک کړل