
د شپږمې ناحیې اړوند، علاوالدین درې لارې او پل سوخته سیمه کې ګرځنده پلورونکي، ګرځنده کراچۍ، او د هټیو مخې ته ایښودل شوي توکي، چې د لارو، سړکونو د بندیدو او د ښاري بې نظمیو لامل ګرځیدلي وو، په بدیلو سیموکې تنظیم شول. د ښاري نظم د ټینګښت په موخه، په یادو سیموکې د ګرځنده پلورونکو او ګرځنده کراچیو د ډاډمن فعالیت لپاره مناسب ځایونه په پام کې نیول شوي ترڅو د پلورونکو دفعالیت او کار کولو برخه کې له دوی سره مرسته شوی وي. د یادولو وړ ده چې، د پل سوخته سیمې له پاکولو وروسته، اوس د سړک غاړې جدولونو د رنګولو چارې پیل شوې او په راتلونکي کې به ددغې سیمې د ښکلا په موخه اړین ګامونه پورته شي همدا راز د سیمې اصنافو او نورو هټیوالو ته لارښوونه شوې ترڅو خپل فعالیتونه له ښاري اصولو او مقرراتو سره برابر کړي، له دې پرته به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي


