الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د یوولسمې ناحیې د ولسی شوراګانو لپاره د عامه پوهاوی پروګرام ترسره شو

4 دلو 1401

9214.jpg (1820 × 1024)

د اصیل افغاني او اسلامي فرهنګ د رواجولو  په موخه، دا ځل د یوولسمې ناحیې د علماوو، ګذر وکیلانو او ځوانانو شوراګانو ته، په ټولنیزو او فرهنګي چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو.  په دې پروګرام کې د کابل ښاروالۍ د ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستیال، د شخصي او ټولنيزو مسووليتونو د ترسره کولو په موخه، د ښاریانو هڅونې سربیره وويل، چې د کابل ښار د هوا د ککړتيا د مخنيوي او کمښت او ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره د واورو او باران د اوبو زیرمه کولو، د ښار د شنو سیمو پراختیا  او دښار د پاک ساتلو په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي. همدا راز نوموړي وویل چې، د یوې سالمې ټولنې د جوړولو لپاره، د هیواد پالنې او د یو بل منلو احساس اړین دی، څو د ګډې همکارۍ په روحېې سره کابل ښارد ښه نظم او آبادۍ څښتن شي. ورپسې د کابل د ۲۲ ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د شورا رئیس عبدالمجیب صافي او د یوولسمې ناحیې د اوسېدونکو استازو هر یوه  په خپلو خبروکې د ولس د هوساینې په موخه، د مسؤلیت د احساس پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په پلي کیدوکې به هر ډول مرسته کوي.  د پروګرام په پای کې د کابل ښاروالۍ د نشراتو او عامه پوهاوي ریاست له خوا ویډیويي پیغامونه وړاندې شول، تر څو ټول ښاریان ښاري مقررات او قوانین په پام کې ونیسي، چې د پروګرام د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځیدل