د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د نښلوونکو سړکونو د جوړېدو چارې روانې دي

5 دلو 1401

9218.jpg (1820 × 1024)

د پنځمې ناحیې اړوند د خوشحال خان مېنې د نښلوونکي سړک د جوړېدو چارې چې، قلعه وزیر د کمپنۍ - قرغې له څلوېښت متره سړک سره نښلوي، روانې دي. یاد سړک (۱۰۵۰) متره اوږدوالی او ( ۳۰) متره پراخوالی لري، چې، د یوه معیاري سړک د ټولو برخو په ګډون جوړیږي، او اوس مهال یې (۹۰) سلنه چارې بشپړې شوې دي. په همدې توګه د قمبر څلورلارې له بلاکونو تر کمپنۍ پورې سړک هم چې (۹۵۱) متره اوږدوالی او (۳۰) متره پراخوالی لري، د جوړېدو په حال کې دی چې تر دې دمه یې( ۳۰) سلنه چارې مخته تللې دي. د کابل ښاروالۍ مشرتابه او اړوند کارکوونکي هڅې کوي، څو د یادو سړکونو چارې ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي د یادو سړکونو په جوړېدو سره به د سیمو ترافیکي بهیر تنظیم او ورسره جوخت به د ور څېرمه سیمو اوسېدونکو ته آسانتیاوې رامنځته شي