الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د هوا د ککړتیا له یو شمېر ځایونو څارنه او پلټنه وشوه

6 دلو 1401

9221.jpg (1820 × 1024)

د ښاریانو د شکایتونو پر بنسټ د کابل ښاروالۍ د چاپیریالي روغتیا او چاپیریال ساتنې ریاست له لوري په بېلابېلو ناحیو کې د هوا د ککړتیا له شمېر ځایونو څارنه وکړه. د څارنو په پایله کې څرګنده شوه چې، د اصلاحاتو پر بنسټ د کابل هوا په ککړتیا کې یو څه کموالی راغلی دی. د کابل ښار د هوا ککړتیا د مخنیوي لپاره په لوړ پوړیزو ودانیو کې د مرکز ګرمۍ سیسټم او د فابریکو، روغتیايي مرکزونو، استوګنځیو، حمامونو او نورو ځایونو د لوګي لپاره د تصفیې فلټر شتون حتمي دی او له سرغړونکو سره جدي قانوني چلند کیږي. په وروستیو څو ورځو کې د کابل ښاروالۍ د مسئولانو له لوري د څارنو او پلټنو په پایله کې یو شمېر سرغړونکو ته سپارښتنه شوې او ژمنه ترې اخیستل شوې ده، څو هر څه ژر د مرکز له سیسټم د ګټې اخیستنې پرمهال د لوګي د تصفیې فلټر فعال کړي. په وروستیو څو میاشتو کې ( ۲۸۰۰) مورده د هوا ککړونکې پېښې په کابل ښار کې څارل شوې او پلټل شوې دي او اړین اصلاحات پکې رامنځته شوي دي. د لوګي د تصفیې فلټر نه فعالوالی، د ډبرو له سکرو ډېره او بې ځایه ګټه اخیستنه او له غیر معیاري سون توکو ګټه اخیستل په کابل ښار کې د هوا د ککړتیا مهم لاملونه بلل کیږي. د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په برخه کې له کابل ښاروالۍ سره همغږي او همکار و اوسئ