الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د دولسمې ناحیې بېلابېلې سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې شوې

8 دلو 1401

9223.jpg (1200 × 675)

یو ځل بیا د احمد شاه بابا مېنې دویمه څلورلارې، داود خان څلورلارې، محبس څلورلارې، بت خاک څلورلارې او د سلیم کاروان ښارګوټي سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې شوې. ددغو عملیاتو په لړ کې، ګرځنده پلورونکي او لیني موټر، چې د پلو لارو او سړکونو د بندېدو سبب ګرځیدلي وو، ټاکلو سیمو ته ولیږدول شول. د احمد شاه بابا مېنې دویمه څلورلارې یوه له ګڼه ګوڼې ډکه څلولارې ده، چې له دې وروسته به په دغه سیمه کې د یو لړ سنجول شویو پروګرامونو له لارې ښاري نظم وڅارل شي. ښاري نظم د ښاري مقرراتو یوه برخه ده، چې د ښاریانو لپاره سوکالي رامنځته کوي، نو په همدې موخه د کابل ښاروالۍ له مسئولانو سره مرسته وکړئ