الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

تخنيکي او فني غونډې د ښار د معیاري ودې او پرمختګ لپاره غوره ګام دی

8 دلو 1401

9229.jpg (1024 × 576)

د کابل ښاروالۍ مشرتابه په خپلو ګڼو تخنیکي اوفني غونډو کې د کابل ښار د ودې او پرمختیا په موخه ښې پرېکړې او د راتلونکو پروګرامونو او پلانونو لپاره غوره لازم تصمیم لري. دکابل ښار دودې اوپراختیا په موخه په دغو غونډو کې به د نویو سړکونو، پارکونو، پلچکونو او کانالونو، پلولارو، پلونو، د اقتصادي ودې او پانګونو لپاره اوږدمهاله پلانونه، د زرغونوسیموجوړول،دغوره  خدماتو ترسره کول ،د پروګرامونو او پلانونو ډیزاین، په ښاري سیمو  کې ښاري ښکلا رامنځته کول ، ساختماني چارې ،د ښاري سرغړونو مخنیوي د کابل ښاروالۍ له ملکیتونو څخه غوره ګټه اخیستنه دکابل ښاروالۍ له مهمو کړنو څخه شمیرل کیږي. د پروګرامونو او پلانونو د څېړنې په برخه کې ددې ادارې مسوولان ژمنتیا لري، چې کابل ښار په نوې بڼه جوړ کړي. د 1402 کال پرمختیایې پلان چې د متوازن پرمختګ او د ننني کابل ښار د اړتیاوو پر بنسټ ډیزاین او طرحه شوی دی دا به یو جامع او بشپړ پلان وي