کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د چاپیریالي او نورو ستونزو د حل په موخه د شپاړلسمې ناحیې اړوند د الوخیلو سیمې له مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل او په یو شمېر مسایلو یې بحث او خبرې وکړې. نوموړي د دوی د ستونزو تر اورېدو وروسته وویل چې، کابل ښاروالي شته سرچینو او امکاناتو ته په کتو، د ښاریانو ښاري ستونزو ته رسېدنه کوي. کابل ښاروال زیاته کړه چې، د الوخیلو سیمې د یو شمېر خامو سړکونو پخېدل او د لښتیو جوړول د راتلونکي کال په پلان کې شامل دي. نوموړي ژمنه وکړه چې، په الوخیلو سیمه کې به تنظیفي او د زرغونتیا فعالیتونو ته هم پاملرنه وشي.
کابل ښاروال د الوخیلو سیمې له مشرانو او سپین ږیرو سره وکتل
8 دلو 1401