د غصب شویو دولتي ځمکو، عامه ملکیتونو او زرغونو سیمو د بېرته راګرځولو په لړکې، د پنځلسمې ناحیې اړوند پروان هوټل ته مخامخ هغه زرغونه سیمه چې ،کلونه مخکې غصب شوې وه، له غاصبانو بېرته راوګرځول شوه او جوړ شوي ناقانونه تاسیسات یې ویجاړ شول. د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست په پام کې لري، چې د (۲۵۸۴) متر مربع په پراخوالي سره یاده سیمه زرغونه کړي.
مخکې په دې سیمه کې یو شمېر فرصت غوښتونکو ناقانونه کټارې او دېوالونه جوړ کړي وو او له هغه یې شخصي ګټه پورته کوله. د یادې سیمې په اوږدو کې نورو غصب شویو زرغونو سیمو ته به هم په نېږدې راتلونکې کې رسېدنه وشي. هیڅ حکمي او حقیقي شخص حق نه لري، څو له عامه ملکیتونو ناوړه ګټه پورته کړي