د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د واورې پاکولو حشر ترسره شو

11 دلو 1401

9238.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسیساتو له ویجاړېدو څخه د مخنیوي او په جذب وړ سیمو کې د واورې زیرمه کولو په موخه، په لومړۍ، نهمه او یولسمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د یادو ناحیو د ګذر وکیلانو او د ځوانانو شوراګانو غړو برخه اخیسته وه چې پایله کې سړکونه له واورې څخه پاک او واوره یې په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړه. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد له ګډونوالو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې، د یاد حشر موخه د مسئولانو او ښاریانو ترمنځ د مرسته کولو د روحیې پیاوړي کول دي چې، ښاریان باید د خپلو بامونو واوره په کوڅو، پلو لارو او سړکونو کې ونه غورځوي. د ښاغلي زاهد په وینا، په عامه ځایونو کې د واورې غورځول، له یوې خوا د ښاري تاسیساتو د ویجاړتیا لامل ګرځي او له بل لوري د ښاریانو په تګ راتګ کې ستونزې را منخته کوي. نوموړي له ښاریانو غوښتنه وکړه چې، واوره په جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي، څو ورسره د ځمکې لاندې اوبه ډیرې شي. ورته مهال ښاریانو د وروستۍ واورې ورېدل یو نیک فال وباله او ژمنه یې وکړه چې، له کابل ښاروالۍ سره به د کلتوري کارونو په ترسره کولو کې مرسته کوي. ګډ کارونه او حشرونه د دې خاورې د وګړو په پخوانیو منل شویو دودونو کې ځای لري او د لا پیاوړتیا لپاره یې باید هلې ځلې وشي