د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ د بنسټیزو ودانیو د کنټرول نوي رئیس وټاکل شو

11 دلو 1401

9240.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ مقام په وړاندیز او د ریاست الوزرا د عالي مقام په حکم مولوي محمد ولي مخلص د کابل ښاروالۍ د بنسټیزو ودانیو د کنټرول د نوي رئیس په توګه وټاکل شو او نن د کابل ښاروالۍ د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې د مرستیال مولوي محمد خالد سجستاني او کابل ښاروالۍ مقام د دفتر د مشر حافظ مولوي عبدالقدیر حقانی له لوري کارکوونکو ته ور وپېژندل شو. په یادو مراسمو کې د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال وویل چې، د اړتیا له مخې د کابل ښاروالۍ د مشرتابه له لوري، مولوي محمد ولي مخلص چې یو ریښتنۍ، پوه او تجربه لرونکی کس دی په یاد با مسئولیته وګمارل شو. د نوموړي په وینا ښاغلی مخلص به د قوانینو او ښاري مقرراتو په پلي کولو په ځانګړې توګه له ودانیزو سرغړونو څخه د مخنیوي په برخه کې غوره کړنې ترسره کړي. په تېر کې د ښاري مدیریت نشتون له کبله د ښار په کچه ودانیزې سرغړونې ډیرې وې چې اوس مهال یې ښاري مدیریت له ستونزو سره مخ کړی دی. د کابل ښاروالۍ مشرتابه اصلاحاتو ته ژمنتیا لري او د غیر معیاري او له جواز سره په ټکر کې ودانیو د جوړولو سرغړونو ته رسېدنه کوي. د ښاري خدمتونو او چاپیریال ساتنې مرستیال د اوسني وضعیت د غوره بدلون په موخه مسئولانو ته لارښونې وکړې او ویې ویل چې، د ستونزو حل کولو په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته شي، څو په دې توګه ښاریانو ته چاپیریالي او ښاري آسانتیاوې رامنځته شي