د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د اتمې ناحیې په یوشمیر سیمو کې ښاري نظم رامنځته شوی

11 دلو 1401

9242.jpg (1820 × 1024)

د اتمې ناحیې اړوند،  شاه شهید، حضوري چمن، د کارته نو په بازارونو او نورو له ګڼه ګوڼو ډکو سیمو کې ښاري نظم رامنځته  او ښاریانو ته ښاري آسانتیاوې رامنځته شوې دي. په یادو سیمو کې د ښاري نظم د تلپاتې کېدو په موخه، ګرځنده پلورونکو ته ثابتې کراچۍ وېشل شوې دي.  په همدې توګه هغه ګرځنده کراچۍ او د لیني موټرو خپلسري تم ځایونه، چې د سړک او لارو د بندېدو لامل ګرځيدلي وو، تنظم او بدیلو سیمو ته ولېږدول شول. د اتمې ناحیې مسئولان د ښاري نظم سربېره د فعالیت کوونکو  له حفظ الصحې څخه هم دوامداره څارنه کوي. ښاري ژوند په یو لړ اصولو او مقرراتو پورې تړلی دی، چې په پام کې نیولو سره یې سوکالي رامنځته کیږي، نو اړتیا ده چې ټول یې په پام کې ونیسو