الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په وروستیو واورو کې د کابل ښاروالۍ د کارکوونکو هڅې

11 دلو 1401

9243.jpg (1820 × 1024)

د غوره ښاري خدماتو د وړاندې کولو او ښاریانو ته د آسانتیاوو د برابرولو په موخه؛ د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي په خپلو محدودو امکاناتو سره وتوانیدل چې، د وروستیو واورو د اورښت له امله، په واورو پوښل شوي سړکونه او پلې لارې، د شپې او ورځې په اوږدو کې پاک کړي. همدا راز د زیان منونکو سیمو د کنګل کیدو څخه د مخنیوي لپاره؛ مالګه او شګه کارول شوي او د سړک غاړې ویالو د پاکولو چارې هم روانې وې. ټوله شوې واوره د جذب وړ سیمو ته د ځمکې لاندې اوبو د پیاوړتیا لپاره لیږدول شوې. د ونو له څانګو او نیالګیو څخه د واورو پاکول، د دغې  خدماتي ادارې دکارکوونکو یو بل مهم فعالیت دی. همدا شان په ورته وخت کې، د کابل ښار د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کمښت په موخه، د څارنې او پلټنې لړۍ  دوام لري.