د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.00 ق-ظ
لمر راختل 5.2 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:45 ب-ظ
د مازديګر آذان 5:30 ب-ظ
د ماښام آذان 6.55 ب-ظ
د ماسختن اَذان 8:15 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 70.40 افغانی
1 یورو 77.48 افغانی
1 درهم 18.71 افغانی
1 تومان 1.2 افغانی
1 کلدار 245 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د واورې پاکولو حشر ترسره شو

11 دلو 1401

9245.jpg (1820 × 1024)

د ښاري تاسيساتوله ویجاړیدو څخه د مخنیوي او د جذب وړ سیمو کې د واورو د زیرمه کولو په موخه، په پنځمه ناحيه کې د واورو پاکولو حشر ترسره شو. په دې حشر کې د یادې ناحیې  له مسوولانو سربیره، د ګذروکيلانو او ځوانانو  شورا ګانو غړو برخه احیستې وه، چې په پایله کې له يو شمېر سړکونو اوپلو لارو څخه واورې پاکې او د جذب وړ سيمو کې یې زېرمه کړې. د پنځمې ناحيې مرستيال رفيع الله احمدزي وويل، چې ښاريانو ته په کار ده څو د خپلو بامونو واوره سړکونو او پلو لارو ته ونه غورځوي، ځکه له یوې خوا د عامه تاسیساتو د ویجاړیدو لامل ګرځي او بل خوا، د ښاریانو د تګ را تګ په وړاندې ستونزې او خنډونه رابرسیره کوي ښاریان باید واوره د جذب وړ سیمو کې زیرمه کړي ترڅو د ځمکې لاندې اوبه پیاوړې او دوی ته ښه راتلونکي چمتو کړي