د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په دولسمه ناحیه کې د سلګونو ښاریانو په ګډون د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

11 دلو 1401

9247.jpg (1820 × 1024)

د ښاري فرهنګ د ودې او د عامه تاسیساتو د ساتنې په موخه، د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي ریاست له لوري د دولسمې ناحیې اړوند ګذر وکیلانو، دیني عالمانو، ځوانانو او د یادې ناحیې له سلګونو اوسیدونکو سره، د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه په دې غونډه کې د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو مرستیال د خپلو خبرو په ترڅ کې ګډونوالو ته ځینې سپارښتنې وکړې. نوموړي وویل چې، ټولو ښاریانو په تیره ګذر وکیلانو ته اړینه ده چې د غصب شویو ځمکو د پېژندلو، د بډایه اسلامي او افغاني کلتور د ودې او په  نورو ښاري چارو کې له کابل ښاروالۍ سره مرسته وکړي همدا راز د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد په خپلو خبرو کې وویل چې، د دا ډول غونډو د ترسره کیدو موخه،د ښاري کلتور مراعات کولو ته د ښاریانو هڅول دي، څو ټول ښاریان د خپل ښار پر وړاندې خپل مسئولیتونه ادا کړي. په غونډه کې د دولسمې ناحیې رئیس مولوي سحرګل نقشبندي، د عالمانو او ګذر وکیلانو شوراګانو رئیسانو او د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو د شورا رئیس په وار سره خبرې وکړې او د دا ډول غونډو ترسره کول  یې ګټور وبلل. دغو ویناوالو د نورو په استازیتوب له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستو ژمنه وکړه. د یادونې وړ ده چې، د غونډې په لړ کې یو شمېر روزنیز ویډیويي پیغامونه نندارې ته وړاندې شول چې، د ګډونوالو د خوښې وړ وګرځېدل