د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د مېوې مارکیټ په سیمه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

12 دلو 1401

9249.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون د ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د څلورمې ناحیې اړوند د میوې مارکیټ سیمه له ښاري بې نظمیو څخه پاکه شوه. ددغو عملیاتو په ترڅ کې د سړکونو، پلولارو او شنو سیمو پر وړاندې خنډونه پاک او د موټرو خپلسري تمځایونه او ګرځنده پلورونکي چې، عام سړکونه یې بند کړي وو، په ټاکلو ځایونو کې تنظیم شول. همدا راز په سیمه کې ټولو فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه چې، له دوې وروسته خپل توکي د خرڅلاو په موخه، پلو لارو ته راونه باسي، ځکه دغه شان خپلسري له ښاري اصولو او مقرراتو څخه سرغړونه ده او همدا شان دوی ته اړینه ده چې د خپل فعالیت په سیمه کې نظافت ته پاملرنه وکړي. له دې وروسته به په یاده سیمه کې ښاري نظم تل څارل کیږي او سرغړونکي به له قانوني چلند سره مخ شي