د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:32 ق-ظ
لمر راختل 6:58 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 3:20 ب-ظ
د ماښام آذان 5:03 ب-ظ
د ماسختن اَذان 6:20 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.23 افغانی
1 یورو 76.77 افغانی
1 درهم 19.43 افغانی
1 تومان 1.130 افغانی
1 کلدار 257.20 افغانی
1 هندی 812.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل یو شمېر تاریخي ځایونه بیا رغول کیږي

12 دلو 1401

9251.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ او اطلاعاتو او کلتور وزارت ترمنځ د یوې ګډې ناستې په ترڅ کې، د کابل ښار د یو شمېر مهمو تاریخي ځایونو (بابر بڼ، چهلستون، د تیمورشاه مقبره او بڼ ) د بیارغونې په اړه له بحث او خبرو وروسته لازم تصمیمونه ونیول شول. په دې ناسته کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګي برخې مرستیال عتيق الله عزيزي وويل چې، دکابل د کلتوري ميراثونو او تاريخي آبداتو دساتنې په پار به، يو شمير تاريخي ځايونه بیاورغول شي. نوموړي په دې برخه کې د کابل ښاروالۍ له دوامداره همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې، دا اړینه وګڼله څو دغه اداره په پوره همغږۍ خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. همدارنګه په دې کتنه کې د کابل ښاروالۍ د فرهنګي چارو رييس قاري ولي ګل جواد ډاډ ورکړ چې، په کابل ښار کې تاريخي او اسلامي ارزښتونه د کابل ښاروالۍ  لومړيتوبونه دي. نوموړي زیاته کړه چې، کابل ښاروالۍ د کابل ښار د تاریخي او لرغونو سیمو د بیارغونې لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو ده او د کابل تاریخي بڼونو ته ځانګړې پاملرنه لري