د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکي د ژمي سړې هوا په زغملو سره، په بیلا بیلو ناحیو کې سړکونو ته د اوبو د ورتللو د مخنیوي په موخه، د سړکونو څنډو ویالو په پاکولو لګیا دي. د کابل ښار په کچه د سړک غاړې ډیري ویالې د یوشمیر بې مسوولیته ښاریانو له خوا د کثافاتو اچولو له امله بندې شوې دي، چې د دوی دغه ناوړه کار له یوې خوا د تنظیف کارکوونکي له ستونزو سره مخ کوي، او بل لوري ته د سړکونو د ژر ویچاړیدو لامل ګرځي
د بندو ویالو پاکول دوام لري
13 دلو 1401