د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځلسمه ناحیه کې د کار په بدل کې د مرستو وېش پروګرام پیل شو

13 دلو 1401

9259.jpg (1820 × 1024)

اړمنو ښاریانو ته د لنډمهاله بوختیاو رامنځته کولو په موخه د خوراک نړیوال سازمان په مرسته د پنځلسمې ناحیې په اړوند سیمو کې د کار په بدل کې د مرستو ویش پروګرام پیل شو. د سیمه ایزو شوراګانو د سروې له مخې په یاده ناحیه کې (۹۰۰۰) کسان بې کاره دي چې، له ډلې یې د دې پروګرام له لارې (۳۰۰۰) کسانو ته لنډمهاله بوختیاوې رامنځته شوې دي. یاد کسان د کابل ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو ترڅنګ د ښار د پاکۍ، د ځمکې د سر اوبو د مدیریت، زرغونتیا او د ښاري تاسیساتو د ساتنې په برخو کې بوخت دي. یاد پروګرام د شپږو میاشتو لپاره دی چې، کارکوونکي یې په اونۍ کې درې ورځې او هره ورځ درې ساعته په ښاري سیمو کې فعالیت کوي یادو کارکوونکو ته ځانګړی یونیفورم هم چې، په هغه کې واسکټ، موزې، جرابې، خولۍ او دست کش شامل دي ورکړل شوي دي. دا کسان د کار په بدل کې اوړه، غوړي، لوبیا او مالګه ترلاسه کوي