د کابل ښاروالۍ کارکوونکي د پنځمې او شپږمې ناحیې اړوند د پل سوخته سیمه کې له کابل سیندڅخه د کثافاتو په پاکولو اولیږدولو بوخت دي. دغه راز په دې سيمه کې د ښاري ښکلا پروګرام پيل شوى او ډېر ژر به د پل سوخته سيمه په يوه مناسب ښاري ځاى بدله شي. د یادې سیمې د ښاري ښکلا په پروګرام کې د جدولونو نصب او رنګول، د پله دیوالونو او د پله دپاسه دکمان رنګول، دکټارو نصبول او د شنې سیمې پراختیا شامل دي
د پل سوخته په سیمه کې د کابل سیند د پاکولو چارې روانې دي
13 دلو 1401