د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د نود یک فامیلو له اوسېدونکو سره د ښاري بیا پراختیا پروژو پلي کېدو په موخه وکتل

15 دلو 1401

9265.jpg (1820 × 1024)

کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د اوولسمې ناحیې اړوند د نود یک فامیلو له اوسېدونکو سره په لیدنه کې د ښاري بیا پراختیا پروژو د پلي کولو په اړه بحث او خبرې وکړې. کابل ښاروال په دې اړه وویل چې، د کابل ښار د پراختیا په موخه په پلاني د غیر پلاني سیمو بدلولو او  له ښاري پرمختللو معیارونو سره برابر د  بیا کور موندلو په موخه، کابل ښاروالي ژمنتیا لري څو د پروژو په پلي کولو کې د استملاک پر ځای د ځمکو د بیا پراختیا له پرمختللې لارې څخه ګټه پورته کړي. نوموړي په نود یک فامیلو کې د پروژو پلي کولو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې، په یاده سیمه کې د ښاریانو حقوق خوندي دي او اوسیدونکي به یې د ښاري بیا پراختیا پروژې په پلي کېدو سره ډیر شمېر ښاري تاسیساتو او زیربناو ته لاس رسی پیدا کړي د ځمکې د بیا تنظیم او پراختیا کړنلاره دوه برخې لري، چې یوه برخه یې د استملاک پر ځای کارول کیږي او  بله هغه یې د کابل ښار د پراختیا او پلان جوړونې په برخه کې کارول کیږي. کابل ښاروال څرګنده کړه چې، شته سرچینو، امکاناتو  او برابرې پراختیا ته په کتو په بېلابېلو ناحیو کې د کابل ښار د ودې او پراختیا په موخه د ۱۴۰۲ کال په پلان کې پروژې په نظر کې نیول شوې دي. د ۱۴۰۲ کال د پلانونو په پلي کېدو سره به  د خامه سړکونو او نورو برخو کې د ښاریانو ډیری ستونزې حل شي. د یادې ادارې کارکوونکي چمتو دي چې، د کابل ښار د ماسټر پلان له مخې غیر پلاني سیمې له یادې لارې څخه په ګټې اخیستنې تر خپلو پرمختیايي پروژو لاندې راولي او د تخنیکي پلانونو له جوړولو وروسته به په بېلابېلو ناحیو کې عملاً خپلې پروژې پلې کړې