د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 5:00 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68.5 افغانی
1 یورو 74.84 افغانی
1 درهم 18.12 افغانی
1 تومان 0.980 افغانی
1 کلدار 241 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

له چاپیریال ساتنې څخه څارنې او پلټنې روانې دي

15 دلو 1401

9267.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښار د هوا له ککړتیا څخه د مخنیوي په موخه، د کابل ښاروالۍ د چاپیریال ساتنې برخې د مسئولانو له لوري د ښار په کچه څارنې روانې دي. ډیر شمېر سرغړونکو خپل فعالیتونه اصلاح کړي  او له  سرغړونکو سره جدي قانوني چلند شوی دی. د مرکز ګرمۍ سیسټم لپاره د لوګي د تصفیې معیاري فلټر نشتون، د چاپیریالي روغتیا په پام کې نه نیول، د زړو وسایلو شتون، خام سړکونه او د ډبرو له سکرو څخه ډېره او بې ځایه ګټه اخیستنه، د کابل ښار د هوا د ککړتیا له لاملونو څخه شمیرل کیږي. د هوا ککړتیا د بېلابېلو ناروغیو رامنځته کېدو سبب ګرځي؛ له دې کبله د کابل ښاروالۍ مسئولان له خپلو شته سرچنو څخه په ګټې اخیستنې، په دې برخه کې هېڅ ډول هڅې نه سپموي.