الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال له یو شمېر مراجعینو سره ولیدل

15 دلو 1401

9269.jpg (1820 × 1024)

 کابل ښاروال مولوي عبدالرشید د دې ادارې له یو شمېر مراجعینو سره د هغوی د حقوقي او سیمه ییزو ستونزو د حل په موخه ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال اړونده مسوولانو ته سپارښتنه وکړه چې، دښاریانو د سندونو په پړاوونو کې دې آسانتیاوې رامنځته او د دوی مشروع او معقولې غوښتنې باید ژر تر ژره وڅېړل شي. همدا راز نوموړي ټینګار وکړ چې، د کابل ښاروالۍ هیڅ مسوول حق نه لري د ښاریانو قانوني کارونه، په بیلا بیلو پلمو او یا هم د وظیفوي ناغیړۍ له امله و ځنډوي. د کابل ښاروالۍ ټول چارواکي صادقانه خدمت ته ژمن دي او ښاریانو ته د معیاري او پر وخت خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې به له هیڅ راز هلوځلو څخه ډډه و نه کړي