د اورښتونو پر وخت د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست کارکوونکو د پرلپسې هڅو په پایله کې، په سړکونو د اوبو له ټولېدو څخه مخنیوی شوی دی. د کابل ښار ډیری کانالونه او لښتي چې، له بده مرغه د یو شمېر بې مسوولیته ښاریانو له لوري د کثافاتو اچولو له امله بند شوي وو، بیا ځلي پاک شوي دي. په همدې توګه په زیانمنو سیمو کې ډنډ شوې اوبه د تنظیف ریاست د ټانکرونو په وسیله راټولې او لیږدول شوې دي. په تېر کې په معیاري توګه د کابل ښار سړکونو د نه ډیزاین کېدو، د منظم ښاري کانالیزسیون نشتون او له لښتیو څخه د کثافات دانیو په توګه کار اخیستل، د دې لامل ګرځيدلي دي، چې ښاري ستونزې رامنځته او سړکونه ویجاړ شي
پر سړکونو د اوبو له ټولېدو څخه مخنیوی شوی دی
15 دلو 1401