د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست پرسونل اوس مهال په زرغونو سیمو، ګلدانونو او پارکونو کې د ونو په اصلاح کولو بوخت دي څو په راتلونکي پسرلي کې د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره زمینه برابره شي. د ونو اصلاح کول ، د ونو د ودې او د نباتي ناروغیو د مخنیوي په برخه کې ګټور تمامیږي او ورسره جوخت د ونو ښکلا ډیریږي د زرغونو سیمو د پراختیا په چارو کې د کرنیزې خاورې بدلول او د ځمکې نرمول شامل دي چې، دغه کار د ښاري ودې په برخه کې هم مهم رول لري. د يادونې وړ ده، چې د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا رياست، په راتلونکي پسرلي موسم کې د نیالګيو او ګلانو د کرلو ترڅنګ، هغه سیمې چې د زرغون کېدو وړتیا لري، زرغونوي
د ونو اصلاح کولو او د زرغونو سیمو د پراختیا چارې روانې دي
16 دلو 1401