الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

1 دالر 63.80 افغانی
1 یورو 75.40 افغانی
1 درهم 17.25 افغانی
1 تومان 0.00039 افغانی
1 کلدار 0.217 افغانی
1 هندی 0.74 افغانی

د کابل ورځپاڼی

کابل ښاروال د څارویو له یو شمېر پلورونکو سره ولیدل

16 دلو 1401

9275.jpg (1820 × 1024)

د سالم ښاري چاپېریال د ساتلو په موخه،  کابل ښاروال مولوي عبدالرشید، د اتمې ناحیې اړوند د لوګر ټانک او د قلعچه سیمو د څارویو له یو شمیر پلورونکو سره ولیدل. په دې لیدنه کې کابل ښاروال د ښاري سیمو د پراختیا او ساتنې په برخه کې د کابل ښاروالۍ د پروګرامونو او پلانونو په اړه څرګندونې و کړې او وې ویل: ډیژر به د ښار له بیلابیلو سیمو څخه د دې برخې ټول فعالیت کوونکي د کمپنۍ سیمې ته ولیږدول شي. د یادولو وړ ده چې، د ښار په نامناسبو ځایونو کې د څارويو شتون، د ښاري ګډوډۍ او د چاپیریال د ککړتیا لامل شوي دي. په ورته وخت کې د اتمې ناحیې اړوند د څارویو پلورونکو ژمنه وکړه چې خپل فعالیتونه به د کمپنۍ په سیمه کې (د ښارپه لویدیځه برخه کې د کابل ښاروالۍ د څارویو د پلور مارکیټ ) ته لیږدوي او همدا راز یې د کابل ښاروالۍ له پروګرامونو او پلانونو  څخه خپل ملاتړ اعلان کړ