د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د شپږمې او اوومې ناحیو په ګڼه ګوڼو سیمو کې د ښاري نظم پلان پلی شو

18 دلو 1401

9281.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم د کمیسیون له لوري د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې، د شپږمې او اوومې ناحیو اړوند د دارالامان، ده دانا، دوغ آباد او چهلستون سړکونه له ښاري بې نظمیو څخه پاک شول. د عملیاتو په لړ کې په سړکونو، پلو لارو او زرغونو سیمو کې خنډونه لرې، ګرځنده پلورنکي او د موټرو خپلسري تم ځایونه چې، د سړک او لارو بندېدو لامل ګرځیدلي وو، ټاکلو ځایونوته له لېږدولو وروسته تنظیم شول. په دغو سیموکې فعالیت کوونکو ته سپارښتنه وشوه، څو خپل توکي په پلو لارو کې ونه پلوري، ځکه د دوی دا کار له ښاري اصولو او مقرراتو سره په ټکر دی او دغه راز د خپلې سیمې چاپیریالي روغتیا ته دې پام وکړي. په یادو سیمو کې یو شمېر سرغړونکي اصناف فعالیت کوي چې د ګڼه ګوڼې او چاپیریالي ککړتیا  لامل ګرځیدلي دي. د اوومې او شپږمې ناحیو په ګڼه ګوڼو سیمو کې له دې وروسته ښاري نظم د بېلابېلو تقویتي او حمایوي پروګرامونو له لارې څارل کیږي او له سرغړونکو سره به جدي قانوني چلند وشي