د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د سلګونو ښاریانو په ګډون په دیارلسمه ناحیه کې د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه

18 دلو 1401

9287.jpg (1820 × 1024)

د عامه تاسیساتو د ساتنې او د ښاري فرهنګ د ودې په موخه د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو، ځوانانو، دیني عالمانو او سلګونو ښاریانو په ګډون د کابل ښاروالۍ د کلتوري او ټولنیزو چارو د مرستیال مولوي حبیب الرحمن منصور په مشرۍ د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه. د کابل ښاروالۍ د ټولنیزو او کلتوري چارو مرستیال په خپله وینا کې ګذر وکیلان په سمه توګه خپلو مسئولیتونو ترسره کولو ته وهڅول او ویې ویل چې، د نیالګیو کینولو موسم په را رسېدو سره دې ګذر وکیلان د ښار د لا زرغونتیا لپاره ښاریان وهڅوي څو، په خپلو سیمو کې یو یو نیالګی کینوي. د کابل ښاروالۍ د خپرونو او عامه پوهاوي رئیس قاري واسع الله زاهد بیا له دا ډول غونډو ترسره کولو څخه موخه ګډو مسئولیتونو ترسره کولو ته د ښاریانو هڅول وبلل او زیاته یې کړه،چې له ښاروالۍ سره د خلکو هر اړخيزه همکاري کولای شي،کابل پر يو پاک،زرغون او سيال ښار بدل کړي. په غونډه کې د دیارلسمې ناحیې رئیس محمد حامد امیري هم د یادې ناحیې اوسيدونکي با فرهنګه وبلل او په یو شمېر برخو کې یې شته ستونزې له ګډونوالو سره شریکې کړي. د کابل ښاروالۍ د خلکو د همغږۍ چارو رئیس محمد ناصر کبیري په خپلو خبرو کې د ګذر وکیلانو د مسئولیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او دوی یې د سیمې با شخصیته او درانه کسان یاد کړل. د دیارلسمې ناحیې د ګذر وکیلانو شورای رئیس محمد طاهر خلیلی، د دوه ویشت ګونو ناحیو د ګذر وکیلانو شورای رئیس عبدالمجیب صافی او دیني عالم استاد محمد اکبري د غونډې نور ویناوال ؤ او ټولو د کابل ښاروالۍ له پلانونو ملاتړ څرګند کړ. د غونډې په لړ کې د ښاري فرهنګ د ودې په اړه یو شمېر ویډیويي کلپونه هم نندارې ته وړاندې شول