د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري د هوایي ډګر سړک د ګلدانونو بیارغولو چارې روانې دي. د ګلدانونو بیارغولو په چارو کې د ونو اصلاح کول او شاخه بُري او د زرغونتیا پراخه کولو په موخه د ګلدانونو چمتو کول شامل دي. د ونو اصلاح کول او شاخه بُري د نباتي ناروغیو د مخنیوي او ښاري ښکلا په برخه کې خورا ارزښت لري په همدې توګه د زرغونو سیمو د پراختیا په چارو کې د کرنیزې خاورې بدلول او د ځمکې نرم کول شامل دي ،چې دا کار د نيالګيو او ګلانو د ښې ودې سبب کېدلای شي
د هوایي ډګر سړک د ګلدانونو بیارغونې چارې روانې دي
19 دلو 1401