الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

په ښاري موضوعاتو کې د عالمانو د رول په اړه د همغږۍ غونډه ترسره شوه

19 دلو 1401

9291.jpg (1820 × 1024)

په ښاري موضوعاتو کې د دیني عالمانو د رول په اړه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید تر مشرۍ لاندې د حج او اوقافو وزارت له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه. په یاده ناسته کې کابل ښاروال وویل چې، دیني عالمان د عامه تاسیساتو د ساتنې، د زرغونو سیمو د پراختیا، د ښاري فرهنګ د ودې، قانونمندۍ، ټولنیزو خدمتونو وړاندې کولو او چاپیریال ساتنې په برخو کې رغنده رول لري. نوموړي وویل چې، د ناحیو په کچه د دیني عالمانو شورا جوړولو په اړه دوی مسئولانو ته ځانګړې لارښونې کړې دي، چې د حج او اوقافو له وزارت سره په ګډه په دې برخه کې کار وکړي. د حج او اوقافو وزارت مسئولانو له کابل ښاروالۍ سره د هر راز مرستې ژمنه وکړه او ویې ویل چې، دیني عالمان د شریعت او دیني لارښونو پر بنسټ د ټولنې په اصلاح، د مسئولیت منلو احساس په را ژوندي کولو او د ښاریانو او مسئولانو ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې مسئولیت لري او باید په دې برخه کې غوره کړنې ترسره کړي. په یاده غونډه کې پرېکړه وشوه، څو د کابل ښاروالۍ مسئولان له حج او اوقافو وزارت سره د دیني عالمانو د شوراګانو پر کړنلارې په بیا کتنه کې ګډ کار وکړي