د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په پنځمه ناحیه کې د ۲۵۰۰ ښاریانو په ګډون لوی تنظیفي حشر ترسره شو

19 دلو 1401

9293.jpg (1820 × 1024)

پاک او زرغون کابل ښار ته د رسېدو په موخه د پنځمې ناحیې په اړوند سیمو کې د یادې ناحیې د ۲۵۰۰ ښاریانو په ګډون لوی تنظیفي حشر ترسره شو. د پنځمې ناحیې مرستیال رفیع الله احمدزی وایي چې، یادو ښاریانو له کابل ښاروالۍ سره په ګډه د یادې ناحیې اړوند زرغونې سیمې، پلې لارې او سړکونه له تیت کثافاتو څخه پاکې کړې. دغه راز پاکې شوې سیمې ووینځل شوې او په ځانګړې توګه د زرغونو سیمو د پراختیا لپاره چمتو شوې. په دې ګډ حشر کې له پل سوخته تر کارته مامورین درې لارې، له کارته مامورین څلورلارې تر قرغې او له کوټه سنګي تر کمپنۍ چوک پورې سیمې له کثافاتو پاکې شوې. د تنظیفي حشر ګډونوالو وویل چې، د ښار پاکي یوازې د کابل ښاروالۍ مسئولیت نه دی، بلکې په دې برخه کې باید ټول لاس سره ورکړو او  د خپل ښار پاکۍ او صفایۍ ته پام وکړو. د پنځمې ناحیې اوسېدونکي ښاري فرهنګ او ګډو کارونو ترسره کولو ته درناوی لري او په وروستیو کې یې له کابل ښاروالۍ سره د ښاري مدیریت په برخه کې مرسته کړې ده، چې کابل ښاروالي د دوی دا نیک او پر ځای کار ستايي او مننه ترې کوي