د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4.24 ق-ظ
لمر راختل 5.56 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:15 ب-ظ
د ماښام آذان 6.11 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:32 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 71.10 افغانی
1 یورو 80.00 افغانی
1 درهم 19.60 افغانی
1 تومان 0.840 افغانی
1 کلدار 248 افغانی
1 هندی 822 افغانی

د کابل ورځپاڼی

په لسمه ناحیه کې د ښاري نظم عملیاتي پلان پلی شو

19 دلو 1401

9295.jpg (1820 × 1024)

د ښاري نظم کمیسیون د لسمې ناحیې اړوند، د ټایمني، قلعه فتح الله، پایکوب نسوار، سلیم کاروان، د شهید هنګرها څلورلارې سړکونه او نورې اړوند سیمې د ښاري بې نظمیو له شتون څخه پاکې کړې. د لسمې ناحيې مرستيال قاري عبدالحى شهيدزى وايي، چې په دې عملياتو کې،  د هټیوالو له خوا د سړک په غاړو کې رامنځته شوي خنډونه ویجاړ او پاک شوي دي. همدا راز د په یادو سیمو کې فعالیت کوونکو ته لارښوونه وشوه چې، شنې سیمې، سړکونه اوپلې لارې د خلکو ملکیت دی او باید د شخصي ګټو لپاره ونه کارول شي. سرغړوونکي تادیب او د چاپیریال د پاکوالي او ښاري مقرراتو د مراعات کولو په اړه معلومات ورکړل شول له دې وروسته به یادې سیمې د پخوا په پرتله زیاتې څارل کېږي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي