د لسمې ناحیې اړوند د ټایمني سابقه څلور لارې سیمه کې، غصب شوې شنه سیمه تر پیژندلو وروسته بیرته راوګرځول شوه. د لسمې ناحيې مرستيال قاري عبدالحى شهيدزي وویل: دغه ١٥٠ متره مربع ځمکه، چې د شنې سیمې لپاره ځانګړې شوې وه، اوس له شخصي ګټې اخیستنې څخه ازاده شوې او په پام کې ده چې، په يوه معياري شنه سيمه به بدله شي. هیڅ څوک نشي کولی له عامه ملکیتونو څخه شخصي ګټه پورته کړي
غصب شوې شنه سیمه بیرته راوګرځول شوه
20 دلو 1401