د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست له لوري، د حضوري چمن شاوخوا د بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي. د حضوري چمن سویل لوري ته لښتي چې، اوبه یې د مستان له کانال سره یو ځای کیږي، د یو شمیر ناغیړه ښاریانو له خوا د کثافاتو اچولو له امله کلونه کېدل بند وو. د ځمکې سر اوبو د مدیریت په موخه، په وروستیو کې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو په هڅو، د ښار په سلګونو کیلومتره بند لښتي له کثافاتو، خاورو او خټو پاک شوي دي
د حضوري چمن شاوخوا بندو لښتیو د پاکولو چارې روانې دي
20 دلو 1401