د دویمې ناحیې د مسئولانو له لوري، د مرادخاني، فروشګاه، نادر پښتون او آسمايي واټ سیمې له ښاري بې نظمیو څخه پاکې کړې. ګرځنده پلورونکي، ګرځنده کراچۍ او لیني موټر، چې د سړک او لارې بندېدو او د چاپیریال دککړتیا لامل ګرځېدلي وو، له لېږدولو وروسته په ټاکلو ځایونوکې تنظیم شول دغه راز ددغو عملیاتو په لړ کې یادې سیمې د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د کارکوونکو له لوري له کثافاتو څخه هم پاکې شوې. د ښار په مرکزي برخو کې ښاري نظم د بېلابېلو پروګرامونو له لارې څارل کیږي
د ښار په مرکزي برخو کې ښاري نظم څارل کیږي
22 دلو 1401