د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه ترسره شوه

22 دلو 1401

9307.jpg (1820 × 1024)

د کابل ښاروالۍ عوایدي غونډه د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ، په مالي او اداري چاروکې د کابل ښاروالۍ مرستیال حافظ مولوي سید عصمت الله عاصم، د عوایدو رئیس سید عمر دانش او د دوه ویشت ګونو ناحیو د عوایدو آمرانو په ګډون  ترسره شوه. په دې غونډه کې کابل ښاروال د خپلو خبرو په ترڅ کې وویل چې، مسئولان او ښاریان باید د عوایدو په راټولولو او ورکړه کې، چې د دې لویې خدماتي ادارې د مالي چارو د تمویل یوازینۍ سرچینه ده، ناغیړي ونه وکړي کابل ښاروال د ۱۴۰۱ کال عوایدي پلان و ارزاوه او  هغه مسئولان یې چې، په عوایدي پلان کې یې زیاتوالی راغلی وو وهڅول او پاتې نورو ته یې چې، د عوایدو راټولولو په برخه کې یې ستونزې درلودې، ځانګړې سپارښتنې وکړې. کابل ښاروال وویل چې، د عوایدو له سرچینو څخه باید په سمه توګه کار واخیستل شي، د اړوند مسولانو غفلت او فساد، د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د زغملو وړ نه دی. په غونډه کې د عوایدو آمرانو د غوره خدمت کولو ژمنه وکړه او په خپلو ناحیو کې یې د شته ستونزو او خنډونه په اړه، خپل نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل چې، د له منځه وړلو په موخه یې د کابل ښاروال له لوري اړینې سپارښتنې وشوې