د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

د دریمې ناحیې په اړوند سیمو کې تنظیفي حشر ترسره شو

22 دلو 1401

9309.jpg (1820 × 1024)

د دریمې ناحیې اړوند په یو شمیر سیمو کې د یادې ناحیې د اوسیدونکو په ملتیا ، تنظیفي حشر ترسره شو، چې په پایله کې یې شنې سیمې، کوڅې او سړکونه د کثافاتو له شتون څخه پاک شول. په دې ګډ کار کې، شنې سیمې د زرغومنتیا د پراختیا لپاره چمتو شوې او  راټول شوي کثافات د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست د ماشینرۍ په واسطه له ښار څخه بهر ولیږدول شول. د یادې ناحیې ګڼ شمېر اوسیدونکي د کابل ښاروالۍ د مسئولانو تر څنګ ولاړ دي او غواړي چې، د ښاري مدیریت په برخه کې له دې لویې خدماتي ادارې سره مرسته وکړي. د دریمې ناحیې اوسېدونکو وویل، چې د خپلو سیمو پاکولو او زرغونتیا ته به پاملرنه وکړي او په دې برخه کې به له کابل ښاروالۍ سره اوږه په اوږه کار وکړي. ځکه په یوازې توګه کابل ښاروالۍ نه شي کولای پاک او زرغون کابل ښار رامنځته کړي