د کابل ښاروالۍ د زرغونتیا ریاست له لوري له تایمنیو تر بست او له بست تر کارته پروان څلورلارو د غځېدلو سړکونو د ګلدانونو بیارغولو چارې پیل شوې. د یادو ګلدانونو د بیارغونې په چارو کې د یو شمېر ګلدانونو د جوړښت بدلون، د کرنیزې خاورې بدلول، د نباتي بوټو کینولو لپاره د ځمکې نرمول، د ونو اصلاح او د زرغونتیا پراختیا شامل دي. د ونو اصلاح د ونو د ودې په برخه کې ګټوره تمامیږي، د نباتي ناروغیو له خپرېدو مخنیوی کوي او ورسره ښاري ښکلا رامنځته کیږي
بست څلورلارې ته د غځېدلو سړکونو د ګلدانونو بیارغولو چارې پیل شوې
22 دلو 1401