د کابل د هوا وضعیت

الوتني

د كابل شرعي وختونه

د سهار آذان 4:45 ق-ظ
لمر راختل 5:44 ق-ظ
د ماسپښين آذان 12:30 ب-ظ
د مازديګر آذان 4:1 ب-ظ
د ماښام آذان 5:45 ب-ظ
د ماسختن اَذان 7:8 ب-ظ

د نن ورځي د اسعارو بيه

1 دالر 68,43 افغانی
1 یورو 77.77 افغانی
1 درهم 19.20 افغانی
1 تومان 1.140 افغانی
1 کلدار 244 افغانی
1 هندی 830.50 افغانی

د کابل ورځپاڼی

دیو ویشتمې ناحیې د معیاري پراختیا او ودې په اړه تخنیکي غونډه ترسره شوه

23 دلو 1401

9313.jpg (1820 × 1024)

د یو ویشتمې ناحیې د بیلا بیلو سیمو دپراختیا او ودې په موخه،  د کابل ښاروالۍ د فني او تخنیکي مسوولانو غونډه دکابل ښاروال مولوي عبدالرشید په مشرۍ ترسره شوه. په غونډه کې کابل ښاروال د ځمکې او د ښاري بیا ودې د پروژو دپلي کولو او دیو ویشتمې ناحیې اړوند سیمو د تفصیلي پلانونو د جوړولو په اړه، له اړوندو مسوولانو سره خبرې وکړې او لازم تصمیمونه ونیول شول. همدا راز کابل ښاروال وویل چې، یوویشتمه ناحیه باید غیر معیاري ودې او پراختیا ته پرېنښودل شي او مسوولان باید  د دغې ناحیې د تفصیلي پلانونو په جوړولو او پلي کولو کې له هیڅ راز هلو ځلو ډډه ونه کړي په تېرو وختونو کې د کابل ښار په ډېرو ناحیو کې د چارواکو د بې غورۍ او د ښاریانو د قانون ماتونې له امله، غیر معیاري وده او پراختیا رامنځته شوې، چې اوس یې د ښار مدیریت له ننګونو سره مخ کړی دی. د یادولو وړ ده چې، د کابل ښار د دوامدارې پراختیا له نظره د عصري ښاري معیارونو سره سم ،د کورونو د جوړولو او غیر پلاني سیمو په پلان شویو سیمو د بدلولو په پار،دغه اداره هوډ لري چې د ځمکې د استملاک له برخې څخه په ګټې اخیستنې د پروژو د پلي کولو پر ځای، د کابل ښار د ښاري پراختیا لپاره له معاصرو او نویو لارو چارو کار واخلي. د ځمکې د تنظیم او بیا پراختیا کړنلاره دوه برخې لري چې، د ښاري پراختیا او پلان جوړونې لپاره یې د ځمکې د استملاک پر ځای کارولی شو