الوتني

د کابل د هوا وضعیت


         

په کابل کی د آذان شرعی وختونه

د اجرا په حال کې...

د نن ورځی د اسعارو بیه

دی اجرا په حال کي...

د کابل ورځپاڼی

د شلمې ناحيې په بېلابېلو سيمو کې ښاري نظم رامنځته شوى دى

23 دلو 1401

9315.jpg (1820 × 1024)

د غوره ښاري او سیمه ییزو  چوپړتیاوو د ترسره کولو په نیت، د شلمې ناحيې مسوولانو د دې ناحیې په چهاراسياب بازار او بېلابېلو سيمو کې له ښاري نظم څخه څارنه وکړه. د څارنې په لړکې د چاپیریال د حفظ الصحې د څرنګوالي په موخه د اصنافو فعالیتونه تنظیم شوي، او همدا راز د خوړو او روغتیایی توکو د مصرف  له نیټې او کیفیت  څخه هم  څارنه شوې ده. د هټیو الو له خوا  سرغړونو،د ګرځنده پلورونکو غیرقانوني فعالیتونو او د موټرو خپلسرو تم ځایونو ته چې، په سیمه کې د ګډوډۍ لامل ګرځېدلي وو رسیدنه وشوه. ښاري ژوند ځانته ښاري اصول او مقررات لري ، چې په پام کې نیولوسره یې کولی شو هوسا او آرامه ژوند ولرو